ښځو ته د دوی د حقونو د ورکړې په اړه د ارزګان د علماوو او مخورو ژمنه!

په ارزګان کې د ښځو د حقونو په اړه د دغه ولایت د دیني عالمانو او قومي مشرانو غونډه

په ارزګان کې دیني علماوو او قومي مشرانو ژمنه وکړه چې ښځو ته به خپل حقوق ورکوي.

دغه دیني علماء او قومي مخورو د شنبې په ورځ د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې د ولایتي شورا په تالار کې سره راغونډ شوي وو.

دوی وویل چې په دغه ولایت کې لاهم ښځو ته هغه حقوق نه دي ورکول شوي، کوم چې دوی یې په اسلام او د افغانستان په اساسي قانون کې لري.

دغو قومي مخورو او دیني علماوو د یو پنځه ماده ییز پرېکړه لیک په صادرېدو سره ژمنه وکړه چې له دې وروسته به ښځو ته د دوی ټول هغه حقوق ورکوي چې اسلام او قانون ورکړي وي.

په دې اړه نور حال د ازادي راډيو د خبریال شریف الله شرافت په راپور کې د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدای شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د ارزګان راپور