د پروان ولایت د اقتصاد ریاست وایي، سږ کال په دغه ولایت کې ۸۷ پراختیایي پروژې پلان شوې وې چې ۶۰ هغه یې پلې شوې دي.
د یاد ولایت د اقتصاد رئیس مسیح هاروني نن شنبه ازادي راډیو ته وویل، دغه پروژې د اوو بېلابېلو سکټورنو په خدماتي او ساختماني برخو کې د ۵۷ میلیونو امریکایي ډالرو په ارزښت پلې شوې دي.
د پروان ولایت د اقتصاد ریاست په خبره، د دغو پروژو په پلې کېدو سره د خلکو په اقتصاد کې مثبت بدلون راغلی.
د نوموړي په خبره، تمه ده چې د کال تر اخره پورې پاتې نورې پروژې هم پلې او ګتې اخیستنې ته وسپارل شي.