د ملګرو ملتونو امنيت شورا په يمن کې د څارونکو په اړه رأيه ورکړه

د ملګرو ملتونو امنيت شورا د رأيو په اتفاق په يمن کې د څارونکو د ګمارنې لپاره رأيه ورکړه.

دغه څارونکي به د جګړه ځپلي يمن په يوه برخه کې د اوربند څارنه کوي.

د دې پرېکړه ليک مسوده چې د بريتانيا له خوا وړاندې شوې وه او مخکې هم څو څو واورې ورباندې مباحثې شوې وې او اصلاحات په کې راوستل شوي وو، پرون تصويب شوه.

دغه اقدام د سره سمندرګي په حديده بندري ښار کې د ملګرو ملتونو د څارونکو لېږل تأييدوي چې د يمن د دولتي ځواکونو او حوثي ياغيانو ترمنځ لنډمهاله اوربند وڅاري.

سعودي عربستان د يمن د حکومت او ايران د شيعه حوثي ياغيانو ملاتړ کوي.

سعودي عربستان او اتو نورو عرب هېوادونو په ٢٠١٥ میلادي کال کې د يمن په کورنۍ جګړه کې پوځي مداخله وکړه.

د دې مداخلې هدف د ولسمشر عبدالربُه منصور هادي د حکومت برحاله کول وو چې نړيوال يې په رسميت پېژني.