په صربیا کې د ټکر په یوه پېښه کې ۵ کسان وژل شوي او ۳۰ ژوبل دي

د صربیا چارواکي وايي، د دې هېواد په جنوبي ښار نیس کې له یوه بس سره د ریل د ټکر په نتیجه کې لږترلږه ۵ کسان وژل شوي او ۳۰ نور ژوبل دي.

پولیسو ویلي چې داسې ښکاري چې دا پېښه د بس د چلوونکي د غلطۍ په نتیجه کې شوې ده.

پولیس وايي، په بس کې زیاتره سپرلۍ د یوه ښوونځي زده کوونکي وو.

د پېښې په یوې ویډیو کې ښکاره کېږي چې د ټکر له امله بس په منځ کې نیم شوی دی او ریل ته سرسري زیان اوښتی دی.