ترکیې له ۲۰۰۱ کال راهیسې ۵۳۹۷ افغان پولیس افسرانو ته روزنه ورکړې

آرشیف

ترکیه وايي، له ۲۰۰۱ کال راهیسې يې تر اوسه پورې ۵۳۹۷ افغان پولیس افسرانو ته روزنه ورکړې ده.

د ترکيې د کورنیو چارو د وزارت مرستیال ایکرتورک بیرق پرون په کابل کې د ترکيې په سفارت کې انادولو خبري اژانس ته وویل چې په روزل شویو پولیس افسرانو کې ۱۳۳۵ ښځینه افغان پولیس افسرانې دي.

تورک بیرق وویل، ترکیه پلان لري چې تر راتلونکو څلورو کلونو پورې زیات شمېر نور افغان پولیس افسرانو په ځانګړي ډول، ښځینه سرتېرو ته روزنه ورکړي.

په ترکیه کې د افغان پولیسو د روزنې لړۍ له ۲۰۰۱ کال راهیسې د دواړو هېوادونو د کورنیو چارو د وزارتونو د تړون له مخې ترسره کېږي.