د لندن د ګاتویک هوايي ډګر د پروازونو لپاره بیا پرانېستل شوی

د لندن د ګاتویک هوايي ډګر

د لندن د ګاتویک هوايي ډګر چارواکو نن د ډسمبر ۲۱مه اعلان وکړ چې دا هوايي ډګر د پروازونو لپاره بیا پرانېستل شوی دی.

خو مسافرو ته ویل شوي چې د پروازونو د معطل کېدو او کنسل کېدو امکان باید په پام کې ونیسي.

د دې هوايي ډګر د الوتکو د ځغاستې لار یا رنوې د ۲۴ ساعتونو لپاره تړلې وه.

ګاتویک د بریتانیې له ډېرو مصروفو هوايي ډګرونو څخه دی.

په‌داسې وخت کې چې د نړۍ ډېر خلک د کرسمس او نوي میلادي کال د رابرېدو لپاره ورځې شمېرې، د بریتانیې د دې لوي هوايي ډګر د بندېدو له امله ۱۱۵ زره مسافر په انتظار کې پاتې وو.

د ډسمبر په نولسمه نېټه د ګاتویک هوايي ډګر په فضا کې تر ۵۰ زیاتې بې پيلوټه الوتکې یا ډرون ولیدل شوې او د هوايي ډګر مسولان مجبور شو چې د میدان رنوې د پروازونو لپاره وتړي.

د دې هوايي ډګر مسولانو او پولیسو ویلي چې هوايي ډګر ته عمداً ډرون ور الوزول شوې وې.