د پروان چارواکي: د طالبانو نظامي مسؤل ملاقادر وژل شوی

د پروان امنیتي چارواکي وايي، په‌دې ولایت کې د طالبانو نظامي مسؤل ملاقادر له درې نورو وسله‌والو سره وژل شوی دی.

د پروان امنیه قوماندان محمد محفوظ ولي‌زاده ازادي راډیو ته وویل، دې طالب قوماندان تېره شپه یو موټر تښتولی او د تېښتې پر مهال له بلې وسله والې ډلې سره چې ګومان کېږي هغوی هم طالبان وو، په نښته اوښتی دی چې په نتیجه کې یې د ملاقادر له درې وسله والو سره وژل شوی دی او یو تن یې ټپي شوی دی.

د نوموړي په وینا دا نښته د جبل السراج ولسوالۍ په قادر خېلو کې رامنځ ته شوې.

پولیس وايي، ملا قادر په پروان ولایت کې د نظامي کسانو په ترور، غلاوو او وژنو کې لاس درلود.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه کومه تبصره نه ده کړې.