په خوست کې پر څه باندې ۸۵۰۰ اړو کورنیو د مرستو ویش پیل شو

په خوست کې د سیمه‌ییزې ادارې په مرسته څه باندې ۸۵۰۰ اړو کورنیو ته د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ «UNHCR» له خوا د ژمنیو مرستو د ویش بهیر پرون پیل شو.

د خوست د والي ویاند طالب منګل ازادي راډیو ته وویل، په دې پروګرام کې د وزیرستاني کډوالو، کورنیو بې ځایه شویو او بې وزلو کورنیو سره دوه- دوه سوه ډالره نقدي مرسته کېږي:

"د ولایتي ادارې له‌خوا د «UNHCR» او د کډوالو ریاست په چوکاټ کې زیان منوونکو کډوالو، راستنو شویو او کورنیو بې ځایه شویو ۸۵۶۲ کورنیو ته به هرې کورنۍ ته ۲۰۰ ډالر ورکړل شي."

د خوست ولایت چارواکي وايي چې د مرستو په‌دې پروګرام کې د وزیرستاني کډوالو له څه باندې اووه نیم زره کورنیو او د بې‌ځایه شویو او بې‌وزلو افغانانو له نژدې زرو کورنیو سره مرسته کېږي.