لسګونه زره مسافر د لندن په یوه هوايي ډګر کې له ستونزو سره مخ شول

د لندن د ګاټ ویک هوايي ډګر

لسګونه زره مسافر پرون د لندن د ګاټ ویک هوايي ډګر پر سر د کوچنیو ډرونونو یا بې پیلوټه الوتکو د الوتو له وجې له ستونزو سره مخامخ شول.

ګاټ ویک د بریتانیا له مشهورو هوايي ډګرونو څخه دی چې ډېره ګڼه ګوڼه په‌کې وي. د ګاټ ویک رنوې «د الوتکو د الوتو کرښه» د چهارشنبې ورځې په ماښام وروسته له هغه بنده شوه چې څو ډرونونو یې په فضا کې پرله‌پسې الوتنې پیل کړي.

ایزي جېټ «Easyjet» چې په دې هوايي ډګر کې تر ټولو لوی فعال هوايي شرکت دی ویلي چې په الوتنو کې د اختلال ستونزه ښايي نن جمعه هم دوام وکړي او ریان ایر «Ryanair» شرکت ویلي دي چې له ګاټ ویک څخه او همدا راز دې هوايي ډګر ته ټولې الوتنې به د لندن له یوه بل هوايي ډګره تنظیم کړي.

د هوايي ډګر چارواکو ویلي، رنوې به یوازې هغه مهال فعاله شي چې مصوونیت یې یقیني شي.

د بریتانیا پولیس ویلي چې د ګاټ ویک د هوايي ډګر پر سر د ډرون الوتکو الوزول له ترورېزم سره تړاو نه لري خو د ګډوډۍ د جوړولو په مقصد یو عمدي عمل و.