د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د ابوظبۍ د غونډې په اړه په تازه څرګندونو کې یو ځل بیا دا خبرې د افغانستان د بحران د هواري لپاره مثبتې وبللې.
زلمي خلیلزاد په عین وخت کې د افغان حکومت له پلاوي سره د لیدو په اړه د طالبانو انکار یوه تېروتنه وبلله.
زلمي خلیلزاد د پنجشنبې په ورځ له اریانا نیوز ټلوېزیون سره په مرکې کې وویل، که طالبان سولې ته واقعا ژمن وي، نو باید له افغان حکومت سره دې کیني او د افغانستان د راتلونکي په اړه دې یوې موافقې ته ورسېږي.
دی وایي د طالبانو له لوري د سولې ژمنتیا لا هم ورته د پوښتنې وړ ده:
"د طالبانو په اړه زما سره یوه پوښتنه شته چې ایا دوی د سولې په برخه کې جدي دي که څنګه؟ دوی خو وایي چې جدي دي، خو له نورو لورو سره کیناستل ، د یو بل منل او متقابل احترام به په عمل کې ولیدل شي. په ابوظبۍ «له حکومتي پلاوي سره خبرو ته» نه حاضرېدل زما په فکریوه تېروتنه وه او بلاخره به د دوی په تاوان تمام شي. دې مسئلې د سولې په اړه د طالبانو د جدیت په برخه کې یوه پوښتنه مطرح کړې ده. "
ښاغلي خلیلزاد وویل چې د ابوظبۍ په خبرو کې طالبانو له افغانستانه د بهرنیو پوځیانو د وتلو غوښتنه وکړه، خو د امریکا شرط دا دی چې افغانستان به بیا د تروریستانو پر ځالې نه بدلېږي او د القاعده او داعش په شان ډلې به له افغانستانه د امریکا او نورې نړۍ پر ضد کار نه شي اخېستلی.
زلمي خلیلزاد د رسنیو هغه راپورونه رد کړل چې ګنې د ابوظبۍ په خبرو کې د موقت حکومت یا د انتخاباتو د ځنډېدو په اړه هم خبرې شوي دي، خو نوموړي پر دې ټینګار وکړ چې که د سولې موافقه تر انتخاباتو دمخه وشي، ښه به وي.
افغان حکومت لا هم د ابوظبۍ د غونډې په اړه څه نه دي ویلي.