د افغانستان د ملي وفاق په نامه د سیاسي جریان مشر، د ملي یووالي حکومت په هېواد کې د بحران او فساد په رامنځته کولو تورنوي او د اوسنیو مشرانو بدلون غواړي.
د افغانستان د ملي وفاق د جریان مشر وايي، هېواد اوس په بېلابېلو برخو کې له ګڼو ستونزو سره مخ دی چې د هوارولو لپاره یې باید اوسنی مشرتابه بدل شي.
احمد ولي مسعود چې د پنجشنبې په ورځ ېې په کابل کې یوې خبري ناستې ته خبرې کولې ټینګار وکړ چې افغانستان په یوه لوی بحران کې ښکېل او ناامني، بې کاري، بې وزلي او فساد په کې مخ په زیاتیدو دی.
نوموړي زیاته کړه:
"نن خلک او نړیواله ټولنه په دولت کې له ۱۷ کلنو چارواکو نه ستړي شوي، په اوسني مشرتابه کې به د بدلون راوستلو پرته دغه بحران تر ډېرو کلونو پورې پاتې شي. حکومت چې له څو کلونو راهیسې یې مشروعیت له لاسه ورکړی، اوس په فساد او بحران کې ډوب دی. که د دغه حکومت د بدلولو اراده نه وي، افغانستان به د سقوط او له منځه تللو حالت ته ورسېږي."
ده ټینګار وکړ، چارواکي ونه توانېدل کومې ژمنې یې چې له خلکو سره کړې وې، پوره یې کړي.
دا لومړی ځل نهدی چې یو سیاسي جریان د ملي یووالي د حکومت پر کړنو انتقاد کوي، بلکې پخوا تر دې هم ځینو سیاسیونو، مدني بنسټونو او د ملي شورا ځینو غړیو ورته انتقادونه کړي دي.
خو د حکومت چارواکو تل د ناامنیو د کمېدو، د سولې د ټینګښت او د بې وزلۍ او بې کارۍ د له منځه وړلو په برخو کې د خپلو هڅو خبرې کړي دي.
د افغان حکومت اجرائیه ریاست اوس هم د حکومت هڅو ته اشاره کوي وايي، که څه هم حکومت خپلې ټولې ژمنې عملي کړي نهدي، خو ټینګار کوي چې پهدې موده کې په بېلابېلو برخوکې مؤثر کارونه ترسره شوي دي.
د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال فریدون خوځون په دې اړه ازادي رادیو ته وویل:
"د سولې په پروسه کې جدي هڅې شوي. هیله مند یو چې ډېر ژر یوې نتیجې ته ورسېږو. په مالي برخه کې هم اصلاحات رامنځته شوي. فکر نه کوم چې وضعیت به داسې وي چې ګواکې له صفر نه یې پیل وکړو او یا د سقوط په حالت کې یو."
ښاغلي خوځون ټینګار وکړ چې حکومت له فساد سره هم جدي مبارزه کړې چې نتیجه یې ښه وه او هېواد مو د فساد په نړیواله درجه بندۍ کې د پخوا په شان نه دی.
د ملي وفاق مشر په داسې حال د ملي یووالي د حکومت پر کړنو انتقاد کوي چې د ولسمشرۍ راتلونکو انتخاباتو ته یې خپله نوماندي اعلان کړه او ټنیګار یې وکړ چې هدف یې له دغه اقدامه له اوسني بحرانه د هېواد ایستل او خلکو ته خدمت کول دي.
راپور: خان محمد سیند.