په هرات کې د هاوان مرمۍ د چاودنې له کبله ۴ بزګران وژل شوي

په هرات ولایت کې د هاوان د یوې مرمۍ د چاودنې له کبله څلور تنه بزګران وژل شوي دي.

د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دا پېښه په چشت شریف کې شوې ده.

دی وایي، د هاوان دا زړه سرګلوله له پخوا په دغو ځمکو کې موندل شوې وه.

د ښاغلي فرهاد په خبره په دې پېښه کې درې نور بزګر ټپیان شوي دي چې د چشت شریف د ولسوالۍ کلینیک ته انتقال شوي دي.