بریتانیا او فرانسه وايي په سوریه کې یې ځیني کارونه لا شته

وروسته له هغه چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ له سوریې څخه د خپلو ځواکونو د وتلو اعلان وکړ، بریتانیا او فرانسې ویلي چې په سوریه کې یې ځیني کارونه لا شته چې باید ترسره‌یې کړي.

د امریکا ولسمشر تېره ورځ پر خپله ټویټرپاڼه په یوه وېډیویي پیغام کې وویل چې په سوریه کې د داعش پر وړاندې جګړې کې تر تاریخي بریا وروسته د امریکا ټول ځواکونه بېرته خپل هېواد ته ستنېږي.

خو پاریس د پنجشنبې په ورځ په یوې اعلامیه کې ویلي چې د داعش ضد ائتلاف کې پاتېږي او په سوریه کې به خپل حضور ته دوام ورکړي.

بل‌خوا د بریتانیا حکومت هم اعلامیه خپره کړې او وايي، په سوریه کې د داعش پر وړاندې جګړه کې ډېر کارونه پاتې دي چې باید ترسره شي.

د امریکا د ولسمشر دغه ناڅاپي اعلام د یو شمېر سناتورانو له‌خوا هم تر انتقاد لاندې راغلی دی.