د روسیې ولسمشر: د اټمي جګړې خطر باید سطحي ونه‌ګڼل شي

ولادیمیر پوتین د روسیې ولسمشر

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي چې د اټمي جګړې خطر باید سطحي ونه‌ګڼل شي او په‌دې برخه کې یې له نړیوالو وسله‌والو تړونونو څخه د امریکا پر وتلو انتقاد وکړ.

ولسمشر پوتین چې نن‌یې په خپل کلني کنفرانس کې خبري کولې، هیله وښوده چې د روسیې او لوېدیځ ترمنځ وروستۍ ترینګلتیا بېرته عادي حالت ته راوګرځي.

پوتین یادونه وکړه چې اټمي جګړه کېدای شي د ټولو تمدنونو په له‌منځه تلو تمام شي.

دا په تېرو څو میاشتو کې دوهم ځل دی چې ولسمشر پوتین په دا ډول یوه ناورین د احتمال په اړه په عامه خبرې کوي.

د روسیې دولتي ټلوېزیون د یوه خبریال د پوښتنې په ځواب کې ولسمشر پوتین وویل، د دغه خطر د پیکه ښودلو لپاره ډېره لېوالتیا موجوده ده.

پوتین زیاته کړه، په ۲۰۰۲ میلادي کال کې د بالیستیک توغندي پر ضد له تړونه د امریکا وتل د واشنګټن او مسکو ترمنځ ستراتېژیک توازن تر پوښتنې لاندې راوست او د ده په خبره له منځنۍ سطحې اټمي ځواکونو له تړونه د امریکا د وتلو پلان پر همدې لوري یو بل ګام دی.

د روسیې ولسمشر وایي، دا به بده وي چې امریکا او روسیه د نوي پیل او د اوږد مهاله اټمي وسلو تړون په اړه چې په ۲۰۲۱ میلادي کال کې یې موده پای ته رسېږي، خبرې ونه‌کړي.

پوتین زیاتوي، که دواړه هېوادونه موافقه وکړي دا تړون د پنځو نورو کلونو لپاره غځول کېدای شي.