روغتیا وزارت: سږ کال په افغانستان کې د پولیو پېښې ډېرې شوي

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي، سږ کال د پولیو واکسین په هره دوره کمپاین کې شااوخوا یو میلیون او دوه سوه زره ماشومان له واکسینه بې‌برخې پاتې شوي دي.

د پولیو د پروګرام مسؤل دغه‌راز تأیید کړې ده چې د تېر کال په مقایسه سږ کال په افغانستان کې د پولیو پېښې ډېرې شوې دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي، په ۲۰۱۸ میلادي کال کې په‌دغه هېواد کې ۹ دورې د پولیو واکسین کمپاین پلې شوی دی.

د جګړې او ناامنیو تر څنګ له پولیو واکسین سره د کورنیو مخالفت د دې ناروغۍ د ډېرېدو له لاملونو څخه ګڼل شوی دی.