شمالي کوریا: څو چې امریکا اټمي ګواښ نه‌وي لیرې کړی موږ یې نه‌لیرې کوو

شمالي کوریا وایي، تر هغو چې د امریکا متحده ایالاتو لومړی خپل اټمي ګواښ نه‌وي لیرې کړی، پیونګ یانګ به هېڅکله د خپلې اټمي وسلې د لیرې کېدو پروګرام په یو اړخیز ډول پرمخ یونه‌سي.

د کوریا د مرکزي خبري اژانس له‌خوا دغه بیان داسې مهال خپور شوی چې د اټمي وسلې د له‌منځه وړلو د پروسې او د نړیوالو بندیزونو د لیرې کېدو پر سر د پیونګ‌یانګ او واشنګټن ترمنځ اټمي مذاکرات په ټپه ولاړ حالت کې دي.

د شمالي کوریا مشر کېم جونګ اون او د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ په تېر جون کې په سنګاپور کې د لیدو پر مهال د کوریا ټاپو وزمې څخه د اټمي وسلې د لیرې کولو په اړه ژمنې وشوې، خو د دې کار نېټه نه‌وه ټاکل شوې.

په‌داسې حال کې چې واشنګټن غواړي شمالي کوریا د خپلو توغندویي او اټمي تأسیساتو په اړه چې ټاکل شوې د یوه احتمالي توافق په ترڅ کې مشخص او له‌منځه یوړل شي، وضاحت ورکړي، خو پیونګ‌یانګ ټینګار کوي چې لومړی باید پر دوی نړیوال بندیزونه لیرې شي.

د شمالي کوریا په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي سټیفن بیګن د ډسمبر پر ۱۹مه وویل چې واشنګټن پر شمالي کوریا د سفر د محدودیتونو پر لیرې کېدو غور کوي، څو د بشري مرستو رسول اسانه او د اټمي مذاکراتو په برخه کې پرمختګونو ته لار هواره شي.