د افغانستان د مالیې وزارت وایي چې د دولتي کاري بستونو لپاره د معاشونو د لوړولو طرحیې جوړه کړې ده.
د دغه وزارت ویاند شمروز خان مسجدي نن ازادي راډیو سره په خبرو کې خلکو ته ډاډ ورکړ چې د راروان مالي کال له پیله به په دولتي معاشونو کې تر ۲۰ سلنې زیاتوالی راشي.
خو ښاغلي مسجدي وویل، د هغو لوړپوړو دولتي چارواکو معاشونه چې له اندازې زیات دي، کمېږي.
د افغانستان د مالیې وزارت د معلوماتو له مخې دا طرحه د خلکو د اقتصادي ژوند د ښهوالي لپاره برابره شوې چې تر اوسه په مطلق ډول د ځینو تخنیکي ستونزو له امله تصویب شوې نهده، خو تر راتلونکي مالي کال به بشپړه او پلې شي.
دغه وزارت وايي چې یاده طرحه کابینې ته هم وړاندې شوې، خو د ځینو تخنیکي ستونزو له امله تر اوسه په بشپړ ډول نهده تصویب شوې.