​​ټرمپ: سوریه کې پر داعش بریالي شو او دا ډله مو ماته کړه

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ په خپله ټویټرپاڼه کې په یوه وېډیویي پیغام کې وایي چې په سوریه کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش په وړاندې مبارزه کې له تاریخي بریا وروسته ټول امریکایي ځواکونه بېرته خپل هېواد ته ستنېږي.

ټرمپ پرون وویل، موږ پر داعش بریالي شو او دا ډله مو ماته کړه او سخته مو ماته کړه.

ده زیاته کړه:

"موږ وګټله او دا شی مو غوښت، زموږ ټول ځوان هلکان، ښځې او سړیان به اوس بېرته راځي."

د ولسمشر ټرمپ له‌خوا دغه وېډیویي پیغام وروسته له هغې خپرېږي چې د هغه پر مخکېني ټویټري پیغام چې هغه مبهم بلل شوی و، د امریکا د کانګرس یو شمېر غړو او متحدینو اندېښنه ښکاره کړې وه.

ټرمپ ویلي و داعش، هلته د ټرمپ د جمهوري ریاست د دورې د پاتې کېدو یوازنی دلیل، مو مات کړی.

د سپینې ماڼۍ ویاندې سارا سندرز وروسته وویل چې له سوریې د شااوخوا دوه زره امریکایي سرتېرو د وتلو لړۍ پیل شوې ده.