البانیا وایي، دوه ایراني ډیپلوماتانیې د امنیتي دلایلو له امله له خپلې خاورې ایستلي دي.
یوه جګپوړي امریکایي چارواکي ویلي چې یو ډیپلومات پهدې هېواد کې د ایران سفیر دی.
د البانیا د بهرنیو چارو وزرات ویاندې ایدلیرا پریندي پرون خبریالانو ته وویل چې پر دغو ډیپلوماتانو پر هغو فعالیتونو کې د لاس لرلو شک کېده چې د هېواد ملي امنیت ته زیان رسوي او هغه له ډیپلوماتیکو فعالیتونو سره په تضاد کې و.
د بهرنیو چارو وزارت ویاندې وویل، دغه ډیپلوماتان د اسرائیل په ګډون له بهرنیو هېوادونو سره تر خبرو وروسته ایستل شوي دي.
د البانیا چارواکو نهدي ويلي چې دغه ډيپلوماتان څوک دي؟ او په کومو فعالیتونو کې په لاس لرلو تورن دي، خو د امریکا د ملي امنیت سلاکار جان بولتون په ټویټر لیکلي چې د ایران سفیر د البانیا صدراعظم ایستلی، څو هغه ایراني مشرانو ته پیغام ورکړي چې له ترورېزم څخه ملاتړ بهیې ونهزغمل شي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو په یوه بیان کې دغه ډیپلوماتان دوه ایراني اجنټان بللي چې د ده په وینا په البانیا کې یې د ترورېستي حملو په پلانولو کې لاس درلود.