په افغانستان کې د خوړو د نړیوال سازمان یا «WFP» وايي، په ژمي کې يې زیانمنو افغانانو ته د مرستو د رسولو په خاطر چمتوالی نیولی دی.
د «WFP» چارواکي وايي، هغه خوراکي توکي چې په ژمي کې د لېرې پرتو سیمو زیانمنو خلکو ته په نظر کې نیول شوي، په کې اوړه، غوړي، دال، د ماشومانو او امیدواره مېرمنو لپاره د خوړو ځانګړي مواد په کې شامل دي.
د یاد دفتر ویاند وحیدالله اماني د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، په ژمي کې ولایتونو ته د اړتیا وړ خوراکي توکو لړۍ له تېرو دوه میاشتو راهیسې پیل شوې او اوس د بشپړېدو په حال کې ده.
نوموړي زیاته کړه:
"په تېرو کلونو کې په ځينو سیمو کې واورو لارې او سړکونه بند کړي وو، هماغه سیمې تر پوښښ لاندې راغلي او ورته مواد لېږدول شوي او پلان دا دی چې د همدې روانې میلادي میاشتې تر پایه ۱۲۳۰۰ ټنه مواد دغو سیمو ته ولېږدول شي."
ښاغلی اماني وايي، دا مرستې د افغان حکومت او نورو نړیوالو او ملي بنسټونو سره په همغږۍ ترسره شوي او له ویشلو مخکې د ولایتونو په ذخېرو، کلینکونو او سټاکونو کې ځای پر ځای کېږي.
وحیدالله اماني د ډپلیو اېف پي ویاند
دا پهداسې حال کې ده چې پخوا تر دې پېښو ته د رسېدو په برخه کې د دولت وزارت هم د ژمي په موسم کې، مختلفو ولایتونو ته د خوراکي او غیرخوراکي موادو د تیارولو او لېږدولو خبر ورکړی دی.
طبیعي پیښو ته د رسیدنې په برخه کې د دولت وزیر نجیب اقا فهیم د یکشنبې په ورځ د مشرانو جرګې په استجوابیه غونډه کې وویل چې خوراکي مواد، خیمې، درمل، کمپلې، نغدې پیسې او نور ضروري مواد، د اړو خلکو لپاره تیار شوي دي.
دغه وزارت په دې برخه کې د خپلو تیاریو ترڅنګ، په ژمي کې له زیانمنیدونکو کسانو سره د مرستندویو موسسو او په تېره د خوړو د نړیوال سازمان مرستې مهمې ګڼي.
د دغه وزارت ویاند تمیم عظیمي پهدې اړه ازادي راډیو ته وویل:
"د ژمي په موسم کې له زیانمنېدونکو کسانو سره د نړیوالو مرستندویو موسسو مرستې له موږ سره همکاري کوي چې بې ځایه شوي تر پوښښ لاندې راولو. که د نړیوالو مرستندویانو مرستې نهوي، موږ له ستونزو سره مخ کېږو."
ده د وچکالۍ له امله له بې ځایه شویو کورنیو سره د خوړو د نړیوال سازمان «ډبلیو، اېف.پي» د مرستو یادونه هم وکړه.
په ورته وخت کې د ولسي جرګې غړي پر مستحقو کسانو د موادو پر عادلانه ویش ټنیګار کوي وايي، د دغو مرستو ویش باید په جدي توګه وڅارل شي چې د زورواکو لاس ته ورنه شي.
راپور: یوسف خان ځدراڼ