خلیل‌زاد ویلي چې نن شپه به په کابل کې له مشرانو سره وګوري

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد ویلي چې نن شپه به په کابل کې له مشرانو سره وګوري.

خلیل‌زاد پر ټوېټر لیکلي چې په پاکستان کې یې له مشرانو سره وکتل او په ابوظبۍ کې د خبرو جزئیات یې ورسره شریک کړل.

د پاکستان د پوځ خبرپاڼه وايي چې زلمي خلیل‌زاد نن په راولپنډۍ کې د پاکستان د پوځ له مشر سره کتلي او د افغانستان د سولې لپاره د همکارۍ له امله یې مننه کړې ده.

د جرمني خبري اژانس په حواله، په ابوظبۍ کې د طالبانو استازو له خلیل‌زاد سره په کتنه کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو پر وتلو خبرې کړې دي.

په ابوظبۍ کې د وروستیو دوو ورځو د بحث یوه بله مسئله د طالبانو د بندیانو خوشې کېدل وو.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په مکرر ډول د افغانستان د حکومت له استازو سره له خپله لوري د خبرو امکان رد کړی دی.

طالبانو ویلي چې په ابوظبۍ کې پر اوربند، د مؤقت حکومت پر جوړېدو یا د جمهوري ریاست پر انتخاباتو خبرې نه‌دي شوي.

د جرمني خبري اژانس د افغانستان په حکومت کې د یوې باخبرې سرچینې په حواله لیکلي چې د طالبانو استازو قطعاً، د افغانستان د حکومت له پلاوي سره نه‌دي کتلي.