د امریکا بهرنیو چارو وزارت وايي، په عربي اماراتو کې طالبانو سره د امریکایي چارواکو خبرې د بینالافغاني ډیالوګ د ملاتړ لپاره شوي دي.
په دې اړه نور: رابرټ پلادینو: په افغانستان کې د امریکا پوځي ماموریت مشروط دید امریکا د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال ویاند رابرټ پلادینو وايي، په افغانستان کې د امریکا پوځي حضور د دغه هېواد د وضعیت څرنګوالي پورې اړه لري.
د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال ویاند رابرټ پلادینو په ابوظبۍ کې د امریکایي چارواکو او طالبانو د استازو د غونډې په هکله وايي چې دغه خبرې په افغانستان کې د جنګ د خاتمې په مخه د بینالافغاني ډیالوګ د ملاتړ لپاره د واشنګټن د زیارونو یوه برخه ده.
ښاغلی پلادینو زیاتوي چې دغه زیارونه په جنوبي اسیا کې د امریکا د ستراتیژۍ یوه برخه ده.
نوموړی وایي چې موږ لا پخوا ویلي و چې د افغانستان جنګ به یوازې وروسته تر هغې ختم شي چې افغانان د متقابل احترام پر اساس سره کیني او د خپل هېواد د راتلونکي لپاره په سیاسي حللاره خبرې وکړي. نو د امریکا او د شریکانو زیارونه په همدغه هدف متمرکز دي.
طالبانو د رویټرز خبري اژانس ته ویلي دي چې د ابوظبۍ په غونډه کې په شپږ میاشتني اوربند او د بهرنیو ځواکونو د وتلو په هکله خبرې وشوې. د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال ویاند د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا تاسو د طالبانو دا خبره تأییدوئ؟ وايي:
"زه د محرمو ډیپلوماټیکو خبرو د تفصیل په هکله څه ویل نه غواړم، خو په افغانستان کې د امریکا پوځي حضور د دغه هېواد د وضعیت څرنګوالي پورې ارتباط لري او دا د امریکا د ستراتیژۍ یوه مهمه برخه ده."
ښاغلی پالادینو زیاتوي چې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد خپلو هلو ځلو ته دوام ورکوي او د بینالافغاني ډیالوګ د تسهیل لپاره ټولو اړوندو خواوو او د افغانستان حکومت او خلکو سره نېږدې هماهنګې لري.