ابراهیمي: د بامیان، دایکنډي او فاریاب ولایتونو امنیتي تدابیر دې جدي شي

د ولسي جرګې رئيس عبدالرووف ابراهیمي

د افغانستان د ولسي جرګې رئیس او اداري پلاوی وايي، د بامیان او دایکنډي ولایتونه چې امنیتي وضعیت په‌کې د نورو ولایتونو په نسبت ښه و، په‌دې وروستیو کې په‌کې د وسله‌والو مخالفینو فعالیتونه زیات شوي او غواړي دغه ولایتونه هم ناامنه کړي.

د ولسي جرګې رئيس عبدالرووف ابراهیمي د چهارشنبې په ورځ د جرګې په عمومي غونډه کې په‌دې اړه د جرګې د یو شمېر غړیو د اندېښنو له څرګندولو وروسته وویل، بامیان او دایکنډي د هېواد مهمې مرکزي سیمې دي او که د مخالفینو د فعالیتونو مخه په‌کې ونه نیول شي، د ناامنیو لمن به یې ډېر ژر د هېواد نورو مرکزي ولایتونو ته وغځېږي.

ښاغلي ابراهیمي پر امنیتي او دفاعي ارګانونو غږ وکړ چې په یادو ولایتونو کې دې د مخالفینو پر وړاندې تدابیر جدي کړي.

د ولسي جرګې تالار

نوموړي زیاته کړه:

"موږ د هېواد امنیتي او دفاعي ارګانونو ته د جنګ د مدیریت په اړه وایو چې په دایکنډي، بامیانو او فاریاب ولایتونو کې جنګ زور اخېستی او په‌کار ده چې دغه ارګانونه د یادو ولایتونو له خلکو سره مرسته وکړي."

د جرګې ځینو غړیو وویل، له تېرو څو ورځو راهیسې وسله‌والو مخالفینو د دایکنډي او بامیانو د ولایتونو په ځینو دولتي تأسیساتو پرله‌پسې بریدونه پیل کړي چې سیمه‌یې ناامنه او خلک ېې اندیښمن کړي دي.

سربېره پر دې د جرګې یو شمېر غړیو د فاریاب ولایت ناامنیو ته هم اشاره وکړه ویې ویل، سره له دې چې امینتي ځواکونو په‌دغه ولایت کې د مخالفینو د پراخو فعالیتونو وروسته، یو لړ عملیات ترسره کړل، خو د مخالفتونو په خوځښتونو کې یې کموالی رانه‌غی.

په ولسي جرګه کې د سیمې ځینو استازیو اندیښنه وښوده چې د دغه ولایت له یو شمېر ولسوالیو نه په سلګونه کورنۍ د میمنې، شبرغان او مزارشریف ښارونو ته کډه شوي چې په ناوړه شرایطو کې شپې سبا کوي‎.

فاریاب، جوزجان، سرپل،کندز، بغلان او بدخشان هغه ولایتونه دي چې په وروستیو کلونو کې نا امنۍ زیاتې شوي دي.

راپورونه دا هم وايي، په‌دغو ولایتونو کې پر طالبانو سربېره، د دولت ضد یو شمېر نورې وسله‌والې ډلې هم فعالې شوي، خو د بامیان او دایکنډي ولایتونه چې پخوا تردې په کې امنیت ډاډمن و، په‌دې وروستیو کې د ناامنۍ په لور روان دی.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د افغانستان په ټولو ناامنیو او په تېره په بامیان او دایکنډې کې د مخالفینو د ځپلو عملیات جدي شوي دي.

نصرت رحیمي

د دغه وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمي ازادي راډیو ته وویل:

"په مجموع کې په ټول افغانستان کې د امنیت د ټینګښت او د دښمنانو د کمزوري کولو په هدف، تهاجمي عملیات سل په سلو کې زیات شوي، په ځانګړي توګه د بامیان او د دایکنډي ولایتونو په ۳ ولسوالیو کې عملیات روان دي، انشاءالله دغه ستونزه به ژر حل شي."

په جوزجان، فاریاب او سرپل ولایتونو کې د وسله‌والو مخالفینو د ځپلو په اړه په شمال کې د شاهین قول اردو قوماندان څو ورځې مخکې ویلي چې په‌دغو ولایتونو کې یې د «ایثار ۱۰» په نامه اساسي او سیسټماتیک عملیات پیل کړي چې ښه نتیجه یې ورکړې ده.

ده دا هم ویلي چې وسله‌وال مخالفین تر ډېره هڅې کوي چې د امنیتي ځواکونو پر وړاندې د ملکي وګړو له کورونو نه د ډال په توګه کار واخلي او امنیتي ځواکونه د عملیاتو پر مهال احتیاط کوي چې ملکي کسانو ته تلفات وانه وړي.

راپور: خان محمد سیند