د ژورنالېستانو د ملاتړ اداره: افغانستان د ژورنالېستانو لپاره خطرناک دی

د ژورنالېستانو د ملاتړ ادارې د نوم مخفف

د ژورنالېستانو د ملاتړ اداره «Committee to Protect Journalists» وايي، افغانستان د ژورنالېستانو لپاره تر ټولو خطرناک هېواد دی.

تر افغانستان وروسته، سوریه او هند پر ژورنالېستانو د ډېرو حملو له امله په خطرناکو هېوادونو کې ګڼل شوی دی.

دې ادارې چې مرکز یې په نیویارک کې دی ویلي چې د ۲۰۱۸ میلادي کال له پیل راهیسې په ټوله نړۍ کې ۵۳ ژورنالېستان وژل شوي دي.

د دې ادارې په وینا، ۳۴ ژورنالېستان مستقیماً د هغوی د کار په تړاو په نښه شوي دي.

د ژورنالېستانو د ملاتړ ادارې په خپل کلني راپور کې چې نن چهارشنبه د ډسمبر ۱۹مه، خپور شوی ویلي چې سږ کال پر هغو کسانو چې د ژورنالیزم په تړاو کار کوي، حملې زیاتې شوې دي.

د راپور په حواله، سږ کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې د ډسمبر تر ۱۴مې د وژل شویو ژرونالېستانو شمېر دومره لوړ وو چې په وروستیو درېیو کلونو کې ساری نه‌لري.