د امریکا یو فدرال قاضي د ولسمشر ډونالد ټرمپ د ملي امنیت د پخواني سلاکار مایکل فلین په اړه حکم ځنډولی دی.
د نوموړي مدافع وکیلانو د سې شنبې په ورځ د اوسني پروسې د دوام غوښتنه وکړه څو د رابرټ مولر له څېړنو سره لا ډېره همکاري وشي.
فلین اعتراف کړی چې د ۲۰۱۷ میلادي کال په جنورۍ کې یې د امریکا د فدرالي تحقیقاتو د ادارې مأمورینو ته د روسیې د سفیر سره د لیدنې په اړه دروغ ویلي.
د سپینې ماڼۍ له دې غونډې درې اوونۍ وروسته چې کله په امریکا کې د روسیې د سفیر سره د مایکل فلین د لیدنې د وخت او د خبرو اترو د محتوا په اړه نور جزئیات څرګند شول، نوموړی له دندې لیرې کړای شو.
د رابرټ مولر په مشرۍ هغه پلټونکي چې د امریکا د ولسمشرۍ په تېرو انتخاباتو کې د روسیې د لاسوهنې په اړه څېړنې کوي، پهدې قضیه کې د فلین همکاري ستایلې او د هغه لپارهیې د نهبندي کېدو غوښتنه کړې.
تر اوسه پورې د امریکا د ملي امنیت د دې پخواني سلاکار د بلې محاکمې نېټه نهده ټاکل شوې.