ټرمپ د فضايي قوماندانۍ د رامنځته کولو امر کړی

د امریکا ولسمشر په فضا کې د دې هېواد د نظامي عملیاتو د څارنې لپاره د فضايي قوماندانۍ د رامنځته کولو امر کړی.

ډونالد ټرمپ د سې شنبې په ورځ د یو سند په لاسلیکولو د امریکا دفاع وزارت ته دنده ورکړه، څو د فضايي عملیاتو د څارنې او تنظیم لپاره یو نوی مرکز رامنځته کړي چې د پرمختللې ټکنالوژۍ په وسیله په چټکه توګه د کارولو وړ وګرځي او په فضا کې د سټلایټونو او مصنوعي سپوږمکیو په شمول د امریکا د ګټو مؤثره دفاع وکړای شي.

دا مرکز د ولسمشر ټرمپ له هغه هدفه چې غواړي یو ځانګړی فضايي ځواک رامنځته کړي جلا ګڼل کېږي، خو ښايي دواړه پروژې په یو لوري حرکت وکړي.

د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پنس د سې شنبې په ورځ په فلوریډا کې د کنیډي په فضايي مرکز کې وویل:

"نن په فضا کې د امریکا د ملي امنیت یو نوی پړاو پیل شو."

د پنس په وینا د دې پروژې تمویل به د امریکا د ۲۰۲۰ مالي کال په بودجه کې شامل شي.