دفاع وزارت: د ۵ ولایتونو لپاره د طالبانو د سرې قطعې قوماندان وژل شوی

د افغانستان دفاع وزارت وايي، د پنځو ولایتونو لپاره د طالبانو د سرې قطعې قوماندان په یو لړ عملیاتو کې وژل شوی دی.

د دفاع وزارت ویاند غفور احمد جاوېد تېره شپه ازادي راډیو ته وویل، بلال ځدراڼ د کمانډو د ځانګړې قطعې په عملیاتو کې وژل شوی دی.

د نوموړي په وینا دا عملیات د سې شنبې په شپه په پکتیکا کې شوي دي.

ښاغلي جاوید زیاته کړه:

"بلال ځدراڼ، د پنځو ولایتونو لپاره د طالبانو د سرې قطعې مسؤل و. نوموړي په خوست، پکتیا، غزني، پکتیکا او لوګر ولایتونو کې ناامنیو کې لاس درلود او په یو لړ عملیاتو کې ووژل شو."

ښاغلي جاوید همدارنګه وویل چې د کندهار د میوند ولسوالۍ لپاره د طالبانو نظامي مسؤل ملا اکرام‌الدین هم په‌دې ولسوالۍ کې د ملي اردو د هوايي او ځمکنیو عملیاتو په ترڅ کې د ۳۵ نورو وسله‌والو سره وژل شوی دی.

دا عملیات هم وړمه شپه شوي.

طالبانو تر اوسه د دفاع وزارت د ویاند د دې څرګندونو په اړه کومه تبصره نه‌ده کړې.

دفاع وزارت وايي، په وروستیو کې یې په افغانستان کې د طالب قوماندانانو پر ضد ځانګړي عملیات زیات کړي، څو دا ډله د سولې خبرو ته غاړه کېږدي.