مالیې وزارت: د انکشافي بودجې ۹۱ سلنه د قوس تر ۲۶مې مصرف شوې

د افغانستان د مالیې وزارت وايي، د روان کال د انکشافي بودجې په سلو کې ۹۱ برخه د قوس تر ۲۶مې نېټې پورې مصرف شوې ده.

ارګ په یوې خبرپاڼه کې وايي، د مالیې وزارت چارواکو دا خبره په هغه راپور کې کړې چې د سې شنبې په ورځ‌یې د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د کابینې غونډې ته وړاندې کړ.

د مالیې وزارت په‌دې راپور کې ویل شوي:

"د روان کال د قوس تر ۲۶مې نېټې پورې د ۱۳۹۷ مالي کال له انکشافي بودجې څخه تر ۱۲۴ میلیارده افغانیو زیاتې مصرف شوي چې دا د انکشافي بودجې ۹۱ سلنه مصرف ښيي او د تېر کال په پرتله ۲۴ سلنه زیاتوالی په‌کې څرګندېږي."

د ارګ څخه خپره شوې خبرپاڼې د مالیې وزارت د مالي مرستیال له قوله ویلي، ۱۹ دولتي بنسټونو خپله انکشافي بودجه تر ۹۰ سلنې زیاته مصرف کړې.

د مالیې وزارت په وینا د مصرف شوې انکشافي بودجې سطحې ته په پام فواید عامې او کلیو پراختیا وزارتونه، د افغانستان برښنا شرکت، عامې روغتیا او د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارتونه د انکشافي بودجې د مصرف له نظره په لوړه سطحه کې قرار لري.

د یادونې وړ ده چې په تېرو کلونو کې د افغانستان د ګڼو ادارو له‌خوا د کلنۍ انکشافي بودجې کم مصرفول د افغان حکومت یوه ستونزه او مالي ننګونه وه.

د افغانستان د مالیې وزارت همدارنګه وايي، په روان کال کې د قوس تر ۲۶مې نېټې په هغو عوایدو کې هم د تېر کال په مقایسه په سلو کې اته زیاتوالی راغلی چې د دولت خزانې ته‌یې اضافه کړي.