د غزني والي وايي، په دغه ولايت کې د امن د ټينګښت او د دولت له وسلهوالو مخالفانو د نيول شويو سيمو د تصفيې لپاره محلي اردو جوړېږي.
وحيدالله کليمزي د ازادي راډيو خبريال ته وويل چې حکومت دغې اردو ته ټول امکانات برابروي.
ښاغلی کلیمزی زیاتوي:
"د محلي اردو ټول امکانات او امتيازات له ملي اردو سره برابر دي. صرف توپير يې دا دى چې د سيمې خلک به وي. په خپله سيمه کې به د خپلې سيمې دفاع کوي. وسلې، امتيازونه او معاشونه بهيې د ملي اردو په شکل وي."
دا په داسې حال کې ده چې په وروستيو کې د دولت وسلهوالو مخالفانو د غزني ولايت ځينې سيمې په خپل کنټرول کې راوستلې دي.
د غزني والي تمه ښيي چې دغه محلي اردو به وکړاى شي، له لاسه وتلې سيمې بېرته له وسلهوالو ونيسي.
تر دې مخکې د افغانستان په نورو ولايتونو کې هم د محلي اردو د جوړولو لپاره نوم ليکنه شوې ده.