په بلخ کې نن سې شنبه د ډسمبر۱۸مه، یو شمېر اعتراض کوونکو د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د سیمهییز دفتر دروازه بنده کړه.
په بلخ کې هغو کاندیدانو چې ولسي جرګې ته د بریالیو کاندیدانو په ابتدايي لېست کې یې نومونه نهدي خپاره شوي او د هغوی لسګونه پلویانو د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د سیمهییز دفتر مخې ته اعتراضي مظاهره وکړه.
په بلخ کې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د سیمهیيز دفتر مشر عزت الله امان نن ازادي راډیو ته وویل چې اعتراض کوونکو د رأیو د بیا شمېرل کېدو غوښتنه کوله.
د عزت الله امان په وینا، یو شمېر اعتراض کونکو وسلې درلودې.