عبدالله: د کډوالو د ستونزو حل د حکومت لپاره لومړیتوب لري

په افغانستان کې د ملي یووالي حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله وايي چې د کډوالو د ستونزو حل د حکومت لپاره لومړیتوب لري.

عبدالله عبدالله نن سې شنبه د ډسمبر۱۸مه، د کډوالو د نړیوالې ورځې په مناسبت، په کابل کې غونډې ته وویل چې د افغانانو د ژوند د ښه والي لپاره باید د سولې هڅې قوي شي.

د ډسمبر اتلسمه د کډوالو نړیواله ورځ ده.

د افغانستان حکومت وايي چې تر ۶ میلیونه زیات افغانان په بهرنیو هېوادونو کې کډوال دي.