د اسيا په هاکي سياليو کې افغانستان خپله لومړۍ لوبه ازبکستان ته وبايلله.
افغان لوبغاړو ونهشو کړای چې د ازبک لوبغاړو پر وړاندې ښه مقاومت وکړي.
د اسيا په کچه د هاکي لوبې د پاکستان په لاهور ښار کې کېږي چې افغانستان به خپلې دوه نورې لوبې له نيپال او قرغزستان سره وکړي.
ملي هاکي بازانو لومړۍ لوبه ازبکستان ته ۱۱ پر صفر وبايلله.
د هاکي ملي فدراسيون مشر مصطفی سادات وويل چې دوی د دغو لوبو لپاره چمتوالی نيولی، خو دا چې افغان لوبغاړو په معياري لوبغالي کې تراوسه سيالۍ نهدي کړي نو ځکه به ورته دغه سيالۍ يوه ننګونه وي.
د هاکي ملي ټيم يادو سياليو لپاره د چمتوالي تمرينات په خوست ولايت کې کړي وو او له تېرې چهارشنبې ورځې يې د پاکستان په لاهور کې تمرينات شروع کړي.