د قزاقستان یو فلم «Ayka» د غوره بهرنیو فلمونو په برخه کې د ۲۰۱۹ میلادي کال د اسکار جایزې ته کاندید شو.
د اسکار جایزې ته د کاندیدو فلمونو لېست پرون دوشنبه د ډسمبر ۱۷مه، خپور شو.
د قزاقستان فلم جوړوونکي، سرګي دواسیوي د یوې مجردې مور پر ستونزمن ژوند فلم جوړ کړی چې د شوروي اتحاد تر سقوط وروسته له قزاقستانه مسکو ته ځي او د کار لټه کوي.
سږ کال له:
- کُلمبیا «Birds of Passage».
- ډنمارک «The Guilty».
- جرمني «Never Look Away» .
- جاپان « Shoplifters».
- مکسیکو «Roma».
- پولنډ «Cold War»
- او له جنوبي کوریا «Burning» د غوره بهرنیو فلمونو جایزې ته کاندید شوي دي.