د جرمني پولیسو او ځانګړو ځواکونو برلین کې یو جومات تلاشي کړ

د جرمني پولیسو او ځانګړو ځواکونو نن سې شنبه د ډسمبر ۱۸مه د برلین ښار په لوېدیځ کې یو جومات د ترورېستانو د تمویل په شک تلاشي کړ.

د برلین لویې څارنوالۍ د جرمني خبري اژانس ته ویلي چې پولیسو غوښتل په‌دې جومات کې هغه اسناد او شواهد ترلاسه کړي چې څرګندولای شي چې له دې ځایه په سوریه کې له ترورېزم سره مالي مرسته کېده.

د برلین د څارنوالۍ په یوه ټویټ کې لیکل شوي چې داسې ګومان کېږي چې د احمد په نوم یوه ۴۵ کلن سړي چې د امام ابو براه په نوم مشهور دی، په سوریه کې یوه وسله‌وال ته پیسې وراستولي چې د ترورېستي حملو لپاره وسلې واخلي.