د بریتانیا هوايي شرکت، «برېټېش ايروېز» تر یوې لسیزې ځنډ وروسته، اسلاماباد ته خپل پروازونه له سره پیلوي.
په اسلاماباد کې د «برېټېش ايروېز» د فروشاتو مسؤل نن سې شنبه د ډسمبر ۱۸مه خبریالانو ته دا خبر ورکړی دی.
دې هوایي شرکت په ۲۰۰۸ میلادي کال کې د اسلاماباد پر مریوټ هوټل تر خونړۍ حملې وروسته، د پاکستان پلازمېنې ته خپل پروازونه بند کړل.
د اسلاماباد پر مریوټ هوټل په حمله کې ۵۰ تنه وژل شوي وو.
دې پېښې په اسلاماباد کې د بهرنیو هېوادونو دفترونو، هوايي شرکتونو او سفارتونو ته د امنیت له پلوه جدي اندېښنه پیدا کړه.
د روېټرز خبري اژانس په حواله، «برېټېش ايروېز» پرېکړه کړې چې اسلاماباد ته خپل پروازونه به د راتلونکي کال په دوبي کې له سره پیل کړي.
«برېټېش ايروېز» ویلي چې د جون له میاشتې به هره اوونۍ، له هېټرو هوايي ډګره د اسلاماباد نړیوال هوايي ډګر ته درې مستقیم پروازونه کوي.