وقاد: ابوظبي کې د حکومت او طالبانو د کتنې پر جزئیاتو خبرې کېږي

د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، په ابوظبي کې د حکومت او طالبانو د استازو د کتنې پر جزئیاتو خبرې کېږي.

د دې شورا غړي، محمد امین وقاد نن سې شنبه د ډسمبر ۱۸مه ازادي راډیو ته وویل چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد په غوښتنه د کابل پلاوی نن ابوظبي ته تللی دی.

وقاد وویل:

"په دې کې به نن پر دې خبرې وشي چې داسې یو حالت رامنځته شي چې د طالبانو یو باصلاحیته پلاوی د افغانستان له حکومت سره مخامخ خبرو ته اماده شي."

د ارګ په وینا، له افغانستان د سولې مذاکره کوونکی پلاوی چې عبدالسلام رحیمي یې مشري کوي، نن ابوظبي ته رسېدلی دی.

د افغانستان د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار دې سفر ته په اشاره کې پر ټویټر لیکلي چې سوله راروانه ده.

د افغانستان د ملي یووالي حکومت د اجرائیه ریاست ویاند نن وویل چې د حکومت او طالبانو د استازو ترمنځ د مخامخ خبرو امکان زیات دی.

خو د طالبانو ویاند پرون په یوه بیان کې وویل چې د افغانستان د حکومت د استازو سره خبرې نه‌کوي.