د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وایي، د نارینهوو په پرتله په رسنیو کې د ښځو شتون کم دی.
په افغانستان کې د کلید ګروپ له لوري په خوست، هرات، ننګرهار، کندهار، بغلان، بلخ او یو شمېر نورو ولایتونو کې یوه شوې تازه سروې ښیي چې په رسنیو کې د نارینهوو په پرتله د ښځو شمېر راکم شوی.
د دغه هېواد د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال سید حسین فاضل اقا سانچارکي د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د لیندۍ ۲۷» په کابل کې په دې اړه یوې غونډې ته وویل، سره له دې چې د ښځو د رسنیزو فعالیتونو په برخه کې کار شوی، خو لا هم د هېواد په زیاتو ولایتونو کې ناوړه دودونه او د زورواکو شتون په دې برخه کې د ښځو د شتون د مخنیوی لامل ګرځېدلي دي.
ده وویل:
"په لیرې پرتو ولایتونو کې د ناوړه فرهنګ، دودونو او د یو شمېر زورواکو شتون په دغو ولایتونو کې د دې لامل ګرځېدلی چې د ښځو د رسنیزو فعالیتونو مخه ونیسي."
کلید ګروپ د هېواد په نهو ولایتونو کې د یونسکو او د اسیاسي هېوادونو د ښځو د شبکې په همکارۍ په رسنیو کې د ښځو د حضور په اړه سروې ترسره کړې.
په یاده سروې کې ۲۵۹ هغه ښځې پوښتل شوي چې په رسنیو کې کار کوي.
په رسنیو کې ښځو ته د نارینهوو په پرتله کم معاش ورکول، همدا شانيې د رهبرۍ او د ظرفیت د کچې کموالی او د کافي کاري تجربې نهلرل هغه څه دي چې په دغه سروې کې په ډاګه شوي دي.
د کلید ګروپ د سروې له مخې، په ټول افغانستان کې په ۵۰ رسنیو کې ۷۷۰ ښځې په مستقیم ډول په کار بوختې دي چې له دې شمېر ۵۰ سلنهیې خبریالانې،۲۹ سلنه ویاندویانې او پاتې نورې په اداري برخو کې کار کوي.
په ورته وخت کې د کلید ګروپ مشره نجیبه ایوبي وایي، د دې سروې هدف دا دی چې په هېواد کې د رسنیزو فعالیتونو لپاره د ښځو کچه پراخه کړي.
دې وویل:
"د هېواد په کچه چې په ۹ ولایتونو کې یوه سروې ترسره شوې، راغلي یوو چې پایلې یې له تاسو سره شریکې کړو، البته دا سروې د هغې سروې یوه برخه ده چې د نړۍ په ۹ اسیایي هېوادونو کې پیل شوې، دا یوه ابتدایي سروې ده او هدفیې دا دی چې باید د ښځو شمېر هره ورځ په اسیايي هېوادونو کې لوړ شي."
د افغانستان د خبریالانو کمېټې غړې وحیدې فیضي ازادي راډیو ته وویل، که په رسنیو کې د ښځو او نارینهوو ترمنځ جنسیتي انډول په پام کې وساتل شي، نو شمېر بهیې په پراخه کچه لوړ شي.
راپور: فېروزه عزیزي