د امریکا پوځ: په سومالیا کې د الشباب ډلې ۶۲ وسله وال وژل شوي

د امریکا پوځ وايي، د سومالیا په بنادیر ولایت کې یې د الشباب له سخت دریځې ډلې سره تړلي ۶۲ وسله وال وژلي دي.

په افریقا کې د امریکا د پوځ قوماندانۍ ویلي، د الشباب ډلې ۳۴ وسله وال د شنبې په ورځ په څلورو هوايي بریدونو کې وژل شوي او ۲۸ تنه نور یې د یکشنبې په ورځ په دوو بریدونو کې له منځه وړي دي.

د امریکا د پوځ افریقايي قوماندانۍ په یوې خبرپاڼې کې ویلي، دا هوايي بریدونه دوی او سومالیايي شریکانو یې کړي، څو په لېرې پرتو سیمو کې د ترهګرو د پټنځایونو او جلب جذب مخه ونیسي.

د الشباب سخته دریځه ډله په سومالیا کې د حکومت خلاف له کلونو راهېسې جګړه کوي او ډېر کله پر هوټولو او نورو ودانیو ترورېستي بریدونه ترسره کوي.