د هېواد په پنځو ولایتونو کې د کلید ګروپ او د افغانستان لپاره د بشري خدمتونو د پراختیا مؤسسې موندنې ښيي چې د سولې د عالي شورا ستونزې، اوزګارتیا، اداري فساد او لوږه د سولې په وړاندې لوی خنډونه دي.
د کلید ګروپ مسؤلین وايي، دغه فعالیتیې د افغانستان لپاره د بشري مرستو د پراختیا مؤسسې (کانټرپارټ) په مرسته په کابل، بلخ، کندهار، هرات او ننګرهار ولایتونو کې ترسره کړی او په يادو ولایتونو کې یې د سولې پر څرنګوالي او پر وړاندې يې د پرتو ستونزو او اوربند په اړه د مدني فعالانو نظرونه پوښتلي دي.
د کلید راډیو مسؤل محمود مبارز د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د لیندۍ ۲۶» د سولې او اوربند په اړه د حکومتي چارواکو او د مدني بنسټونو له فعالانو سره په يوه ګډه مشورتي ناسته کې په کابل کې وویل چې دغه نظر پوښتنه د ګردي مېزونو او د همغږۍ د ناستو له لارې شوې.
ښاغلی مبارز وايي، په يادو پنځو ولایتونو کې مدني فعالانو د سولې په اړه د شته فرصتونو تر څنګ، موجودو خنډونو ته هم اشاره کړې.
ده وویل:
"يو شمېر هغو کسانو چې له مدني ټولنو یې موږ سره په دغو ناستو کې ګډون کړی و، د سولې د عالي شورا په رهبرۍ او پرېکړو کې د ځوانانو او ښځو د کمرنګه ګډون په اړه انتقادونه کړي دي، اداري فساد او د اوزګارتیا د کچې لوړېدل د سولې په وړاندې عمده ستونزې ګڼل شوې دي."
د نوموړي په خبره، مدني بنسټونو د سولې عالي شورا فعالیتونه بېاغېزې وبلل او د دوی د زیاتو معاشونو او د حکومت او د دغې شورا ترمنځ پر نههمغږۍ یې انتقادونه درلودل، دا شان لوږه او سیمهییزې شخړې هغه نورې ستونزې بولي چې د دوی په خبره، حکومت باید ورته پاملرنه وکړي.
ښاغلی مبارز وايي، مدني فعالانو د اختر په ورځو کې د اوربند په اړه مثبت او منفي نظرونه لرل چې ځینو په حکومت او ځينو په طالبانو نیوکې درلودې.
د دغه راپور له وړاندې کولو وروسته د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند طارق ارین د دغه راپور د چمتو کولو پر څرنګوالي انتقاد وکړ او ویېویل چې په دغه راپور کې دقیقې شمېرې او له هغو کسانو سره چې خبرې شوي، د دوی شمېر نهدی ذکر شوی.
بلخوا د کار او ټولنیزو چارو وزارت مرستیال خیر محمد نیرو د کارموندنې او له هېواده بهر د کار لپاره د ځوانانو د لېږلو خبره وکړه او ویېویل چې په دې برخه کې د سعودي عربستان، ترکیې او ځينو نورو هېوادونو سره خبرې شوې دي.
دا راپور په داسې حال کې خپرېږي چې په دې وروستیو کې په کورنۍ او نړیواله کچه د افغانستان د سولې په اړه هڅو زور اخيستی دی.
بلخوا د افغانستان د سولې عالي شورا مرستیال نادر نعیم په دغه مشورتي ناسته کې د دې شورا په اړه مطرح شویو انتقادونو ته داسې ځواب ووایه:
"انتقادونه منو، خو هغه انتقادونه چې پر ځای وي، لومړی څه چې باید په سمه توګه تشریح شي، د سولې ملي ستراتېژي ده او تاسو د سولې عالي شورا ځای مشاهده کړئ چې څه کوي، موږ د ملي اجماع او عامه پوهاوي په برخه کې پراخ فعالیتونه کړي دي."
نوموړي د حکومت او سولې عالي شورا ترمنځ د همغږۍ په اړه وویل چې دوی د سولې په تړاو د مختلفو اقشارو نظرونه راټول او له ولسمشر سره شریک کړي دي.
د سولې عالي شورا مرستیال نادر نعیم د سولې په برخه کې مطرح شویو اندېښنو او ستونزو ته په اشارې وویل چې د سولې بهیر اوس داسې مرحله کې دی چې ښکېلې خواوې دې نتیجې ته رسېدلي چې جنګ ګتونکی نهلري او ټولې ستونزې باید د سولې له لارې هوارې شي.
راپور: محمد واصل وصال