د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ وايي، د هغه امریکايي افسر دوسیه به بیا پرانیزي چې د یوه افغان په وژلو تورن شوی دی.
امریکايي سرتېري مات ګلیسټین تورن دی چې په افغانستان کې يې په ۲۰۱۰ میلادي کال کې یو افغان پهدې ګمان چې د طالبانو بم جوړونکی دی، وژلی و.
ولسمشر ټرمپ د یکشنبې په ورځ پر خپله ټویټرپاڼه ولیکل چې د زیاتو کسانو په غوښتنه د تورن مات ګلیسټین دوسیه چې ده د امریکا یو اتل پوځي وباله، بیا د غور لپاره پرانیزي.
د متحده ایالاتو د پوځ یوه ویاند تېره پنجشنبه وویل، تورن ګلیسټین په ۲۰۱۰ میلادي کال کې کله چې نوموړی په افغانستان کې و، د یوه افغان سړي په وژلو تورن شوی دی.