سعودي د امریکا د کانګرس د سنا جرګې وروستي پرېکړه‌لیکونه رد کړل

سعودي عربستان د امریکا د کانګرس د سنا جرګې وروستي پرېکړه‌لیکونه رد کړل چې په‌کې د یمن په جګړه کې له سعودي څخه د ملاتړ د ختمولو او د خبریال جمال خاشقجي په وژلو د دې هېواد ولیعهد د تورنولو غوښتنه شوې ده.

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل، ریاض پر بې‌اساسو ادعاوو جوړ د امریکا د سنا جرګې پرېکړه غندي او په خپلو داخلي چارو کې هر ډول لاسوهنه ردوي.

د امریکا د کانګرس د سنا جرګې د تېرې پنجشنبې په ورځ یو پرېکړه‌لیک تصویب کړ چې په‌کې د یمن په جګړه کې له سعودي څخه د امریکا د پوځي ملاتړ د بندولو غوښتنه شوې ده.

د امریکا د سنا جرګې په یوه جلا پرېکړه‌لیک کې د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان د خبریال جمال خاشقجي د قتل مسؤل بللی دی.

خو د سعودي عربستان ولیعهد د خاشقحي په وژنه کې خپل هر ډول لاس لرل رد کړي دي.

جمال خاشقحي په تېر اکټوبر میاشت کې په استانبول کې د سعودي په قونسلګرۍ کې ووژل شو.