پرون یکشنبه په بروکسل کې زرګونه کسانو د کډوالو په اړه د ملګرو ملتونو د یوې موافقې په مخالفت لاریون وکړ.
د پولیسو په خبره په دې اعتراضونو کې پنځه نیم زره کسان د اروپايي ټولنې د مقر شااوخوا ودانیو ته ورټول شوي وو.
د کډوالو په اړه موافقه ښايي د کډوالو د زیاتېدو لامل شي.
د خوندي او منظمې کډوالۍ په نوم یو نړیوال سند تېره اوونۍ په مراکش کې د ۱۶۰ هېوادونو لهخوا لاسلیک شو.
د امریکا متحده ایالاتو، اتریش، هنګري، ایټالیا، پولنډ او سلواکیا د دغه سند له لاسلیکه ډډه وکړه.
دا سند غیر الزامي بلل شوی دی.