د کندهار، هلمند، هرات او کندز د انتخاباتو ابتدايي پایلې اعلان شوې

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د کندهار، هلمند، هرات او کندز ولایتونو د ولسي جرګې د انتخاباتو ابتدايي پایلې اعلان کړې.

د دغه کمېسیون په وېب‌پاڼه بېګاه ناوخته دا نتایج اعلان شول.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ویلي چې د پایلو په اړه اعتراض لرونکي اشخاص تر دوو ورځو پورې حق لري چې له ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون سره خپلې عریضې ثبت کړي.

په دې اساس له کابل، ننګرهار، پکتیا او بغلان پرته د ټولو ولایتونو ابتدايي نتایج اعلان شوي چې د ځینو پخوانیو وکیلانو تر څنګ ګڼې نوې څېرې پارلمان ته وتلې دي.

په غزني کې تر اوسه د ولسي جرګې انتخابات نه‌دي شوي.