نن دوشنبه به د افغان سولې په اړه خلیل‌زاد له طالبانو سره وغږېږي

له تمې سره سم به نن د افغان سولې په چارو کې د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد له طالبانو سره خبرې کوي.

د پاکستان صدراعظم عمران خان ویلي، همدا دوشنبه له طالبانو سره د امریکا خبرې جوړوي.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد تېره شپه ناوخته په یوه اعلامیه کې وویل چې د دوی د سیاسي دفتر غړي له امریکايي پلاوي سره په متحده عربي اماراتو کې خبرې کوي.

ده همداراز ویلي چې په دې خبرو کې به د پاکستان، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو استازي ګډون وکړي.

د ارګ مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي ازادي راډيو ته وویل چې افغان حکومت د سولې په چارو کې د هېوادونو له هڅو هرکلی کوي، خو له طالبانو سره د سولې رسمي خبرې به یوازې افغان مرکچي پلاوی مخته وړي.