د فرانسې په ستراسبورګ ښار کې د وروستۍ حملې قربانیانو ته د درناوي وروستي مراسم نن ترسره شول.
دا مراسم د ښار په یوه چوک کې هغه بازار ته نېږدې ترسره شول چې د سې شنبې په ورځ د کرسمس جشن د لمانځنې پرمهال یوه وسله وال کس ډزې پکې وکړې او څلور کسان یې ووژل.
د فرانسې امنیتي ځواکونو د مشکوک بریدکوونکي ۲۹ کلن شریف شیکات د موندلو لپاره پراخ عملیات پیل کړي وو او له پېښې دوه ورځې وروسته یې تورن په ډزو وواژه.
داعش ډلې ویلي دي چې دا حمله د دې ډلې یوه پلوي کړې ده، خو فرانسوي چارواکي وايي چې د دې ادعا په اړه څېړنې کوي.