پاکستان د خپلو وژل شویو ملېشو په اړه ایران ته اعتراض وړاندې کړی

د پاکستان حکومت له ایران سره په ګډ سرحد کې په یوه حمله کې د شپږو پاکستاني مليشو د وژل کېدو د پېښې له کبله تهران ته خپل اعتراض وړاندې کړی دی.

دا ملېشه سرتيري د ګډ سرحد په یوه غرنۍ سیمه کې د ګزمې په حال کې وو چې برید پرې وشو.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، په اسلام اباد کې د ایران سفیر یې احضار کړی او ورته ویلي یې دي چې تهران باید د هغو وسله والو ډلو پرضد اقدام وکړي چې د پاکستان په بلوچستان ایالت کې حملې کوي.

پاکستاني چارواکي وايي چې شااوخوا دېرشو وسله والو د جمعې په ورځ پر پاکستاني مليشه ځواکونو حمله وکړه، ۶ سرتيري یې ووژل او ۱۴ نور یې ټپیان کړل.

پاکستان وايي، په دې برید کې ۴ بریدکوونکي هم وژل شوي دي.

د دې حملې مسؤلیت تر دې دمه کومې ډلې نه دی منلی او ایران او پاکستان یوه هم نه دي ویلي چې د دوی په نظر کومو ډلو به دا حمله کړې وي.

ویل کېږي چې د افغانستان پولو ته نېږدې په بلوچستان ایالت کې طالبان، القاعده، داعش او نورې ترورېستي ډلې فعالې دي، خو بلوچ بېلتونپالو هم څو ځلې حملې کړې دي.