په ترکمنستان کې د افغانستان د سفارت دوهم سکرتر په یوه ترافیکي پېښه کې په حق رسیدلی دی.
خواجه محمد سلیم شریف زاده پرون له پلازمېنې عشق آباد څخه مروې ښار ته روان و چې له ترافیکي پېښې سره مخامخ شو.
شریف زاده د هېواد د پخوانیو او تجربه کارو ډیپلوماتانو له ډلې و چې له درېیو لسیزو راهیسې یې د افغانستان د بهرنیو چارو په وزارت کې د ډیپلومات په توګه کار کړی دی.