غزني: د برښنا نشتون پر اقتصادي فعالیتونو منفي اغېز کړی

د غزني د سوداګرۍ او صنایع خونه وایي، په دغه ولایت کې د برښنا نشتون پر اقتصادي فعالیتونو منفي اغیز کړی.

د یاد ولایت د سوداګرۍ خونې مشر عبدالمتین قلندري نن ازادي راډيو ته وویل، له کابله غزني ته د وارداتي برښنا مزي په وردګو ولایت کې په وارـ وار قطع کېږي چې زیاتې ستونزې یې جوړې کړي دي.

د ښاغلي قلندري په خبره، په میدان وردګو ولایت کې عام خلک ځکه د غزني د برښنا مزي قطع کوي چې د دغو مزو د غځولو په مقابل کې د پیسو غوښتنه کوي.

د غزني د سوداګرۍ او صنایع خونې د معلوماتو له مخې په غزني کې بېلابېلې صنعتي فابریکې شته چې د برښنا د نه شتون له امله زیانمنې شوي دي.