د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ناببره واشنګټن ته نېژدې د ارلینګټن هدیرې ته لاړ چې په جګړه د وژل شویو سرتېرو پر قبر د ګلونو ګېډۍ کښېږدي.
پر ټرمپ تېره میاشت په دې خاطر انتقادونه وشول چې د وژل شویو امریکايي پوځیانو هدیرې ته نه ځي.
ټرمپ پرون شنبه په داسې حال کې چې باران ورېده، د ارلینګټن هدیرې ته سر ورښکاره کړ.
د دسمبر پنځلسمه ډېر امریکایان هدیرو ته ځي او د وژل شویو پوځیانو پر قبرونو د ګلونو ګېډۍ ږدي.
د ارلینګټن په هدیره کې څه باندې ۴ لکه پوځیان چې د امریکا په بېلابېلو جګړو کې وژل شوي، خاورو ته سپارل شوي دي.