افغان سینمايي لوبغاړی محمد حنیف همګام د ۵۶ کلونو په عمر وفات شو

افغان سینمايي لوبغاړی محمد حنیف همګام د ۵۶ کلونو په عمر وفات شو.

ښاغلی همګام له یوې مودې راهیسې په کابل او هند کې تر درملنې لاندې و.

د نوموړي د مرینې علت مغزي سکته بلل شوې ده.

همګام په څه باندې ۲۰ افغاني او بهرنیو فلمونو کې کار کړی دی.